• Biography
  • Albums
  • Lyrics (8)

یـاره ستـا پـه اننـــګوکې
از طاهر شباب


یـاره ستـا پـه اننـــګوکې
چې دچـا دوینـــې رنګ دی

زما د پاکې مـینې
حقـیقت پکې څرګند دی

ماویل سترګې دې خوږې دی
دې ویــــل تورې په رنجو دی

ما ویل مینـــه دې سوراوردی
دې ویــــل یار زما ملنګ دی

مــــا ویل زما سره اشنا شه
دې ویــــل زموږ کلي ته راشه

مــــا ویــــل مینه رسوا کیږی
دې ویل دا دمینــې خوند دی

ما ویل ښکلې دې ځواني ده
دې ویــــل مینــــه رسوایي ده

ما ویل زه دې لیــــونی کړم
دې ویل یارمې غنم رنګ دی

ماویل سپینه خوله دې راکړه
دې ویــــل مینـــه کړې بې باکه

ما ویــــل زړه ته مــې نژدې یې
ویل زه شمع یارمې پتنګ دی

ما ویل راشه مازیګر ته
دې ویـل دربه شم ګدر ته

مـا ویـل لاره به دې څارم
ویل منګی مې شین په څنګ دی

Alert: Content is protected !!