• Biography
  • Albums
  • Lyrics (8)

ګدر ته ځينه
از طاهر شباب


د بــر ګــدر د چنارونــو خــوږ منظر دی
څه ښکلي مازيګر دی
ليلا ګدر ته ځينه
منګي يې شين په سر دی
سړې اوبه راوړينه

ده انتظار د ګدر لار کې
سور شال په سر ډول ، سينګار کې
زړګی يې نشته په اختيار کې
هر څه ترې هير دي په تلوار کې
د يار بيلتون يې په زړګي کړی اثر دی
څه ښکلی مازيګر دی
ليلا ګدر ته ځينه
منګی يې شين په سر دی
سړې اوبه راوړينه

دا بــر ګـدر دی لارې لارې
همزولې ټولې ترينه لاړې
وايي راځه که ديدن غواړې
ورسته به څه راپسې ژاړې
د پلو لاندې پټ کاته يې په هنر دی
څه ښکلي مازيګر دی
ليلا ګدر ته ځينه
منګي يې شين په سر دی
سړې اوبه راوړينه

ديار په مينه باندې پايي
جانان په مينه ، مينه ستايي
وايي ځواني ورسره ښايي
مين په مينه کې رسوا يي
په محبت يې غړولی بال او پر دی
څه ښکلي مازيګر دی
ليلا ګدر ته ځينه
منګي يې شين په سر دی
سړې اوبه راوړينه

تر غنم لوه ورځې شماري
اشنا راتلو ته لارې څاري
سپين مړوندو ته بنګړي غواړي
سور شال يې ښه ورسره ښکاري
د مينې لار کې افغانی يـې د زړه سر دي
څه ښکلي مازيګر دی
ليلا ګدر ته ځينه
منګي يې شين په سر دی
سړې اوبه راوړينه

Alert: Content is protected !!