• Biography
  • Albums
  • Lyrics (7)

پیغله پښتنه یم
از فرزانه ناز


پیغله پښتنه یم زه په تا باندې مینه یم
ټوله مینه ، مینه یم
وګوره په مینه څومره ښکله نازنینه یم
ټوله مینه ، مینه یم
ټوله مینه ، مینه یم

نه لرم جوړه ښایست کې خپله ښاپیرۍ یمه
زه وړه جلکۍ یمه
ګل راسره کیږده زه د ګل نه هم تنکۍ یمه
زه وړه جلکۍ یمه
دومره لا خوږه یم چې د شاتو نه شیرینه یم
ټوله مینه ، مینه یم
ټوله مینه ، مینه یم

ګوره که څنډ ورکړم اوربل ته سپیلنی به شې
یاره لیونی به شې
نه کوم خیرې درته د غرونو صحرانی به شې
یاره لیونی به شې
زه خو په ګلونو کې یو ګل یم ګلورینه یم
ټوله مینه ، مینه یم
ټوله مینه ، مینه یم

سوې مې ځیګر دی یو الله په ما خبر دی
ما باندې محشر دی
مرمه شعیب جان شاعر له ما نه مرور دی
ما باندې محشر دی
دی رانه جدا دی ځکه ناسته زه غمګینه یم
ټوله مینه ، مینه یم

Alert: Content is protected !!