• Biography
  • Albums
  • Lyrics (40)

شیرین عمر چې تېریږي دریغه
از نینواز


شیرین عمر چې تیریږی دریغه دریغه
د اوبو په څیر بهیږي دریغه دریغه
ولی زړه پرې خبر نه دى له رفتنه
چی داهسې زر تیریږي دریغه دریغه
ولې هسې شوې بې غمه زما دله
عمر باد غوندې چلیږي دریغه دریغه
که هر څو په ډیر ناز جوړې کړې ماڼۍ
په ا رمان ځینې پاتیږي دریغه دریغه
دریغه دریغه اخر دریغه زما دله
چی مین جمله تیریږي دریغه دریغه
دایاران لکه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژیږي دریغه دریغه
د هجران مثال دوزخ بیلتون ډبرې
د عاشق په سر لګیږي دریغه دریغه
که پیدا نه وای دیدن بیلتون به مړو
له دیدنه خون بهیږي دریغه دریغه
اشنایي په مثال ګل حاصل یې خار دى
خارشي سخت هله چوخیږي دریغه دریغه
احمد شاه به څه غم که وخت د هوش دى
د وصال نوبت غږیږي د ریغه دریغه

Sherin Omor Che Terizhy Deregha
by Nainawaz


Alert: Content is protected !!