• Biography
  • Albums
  • Lyrics (16)

زېری راغی چې ګلشن
از ژیلا


زېری راغی چې ګلشن لره ماليار راځي
نن مې يار راځي
نن مې يار راځي

دا رېبار چې ساه نېولی په تلوار راځي
نن مې يار راځي
نن مې يار راځي

ارزوګانې امېدونه كړي نڅانڅانڅا
چې مې خواله نازولى شوخ نګار راځي
نن مې يار راځي
نن مې يار راځي

په بڼو به ورته لاره كړم جارو جارو جارو
د عمرونو مسافر مې په دې لار راځي
نن مې يار راځي
نن مې يار راځي

شوې د مېنې په حرم جوړې مېلې ميلې ميلې
غوږ ته شور د ښاپېرو د شرنګهار راځي
نن مې يار راځي
نن مې يار راځي

مبارك دې شه سېلابه دا وصال وصال وصال
ستا په سوو ارمانونو بيا بهار راځي
نن مې يار راځي
نن مې يار راځيكابل

Zehre Raghi Che Gulshan
by Zhila


Alert: Content is protected !!