• Biography
  • Albums
  • Lyrics (12)

تا به د مینې په دام
از شفیق مرید


تا به د مینې په دام څنګه بندومه
تا به د مینې په دام څنګه بندومه
چې دا غرور دې شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دې شي مات د پیغلتوب

که بخت دې واوړي درته شا کړي
زما په مخه به رڼا کړي
خدای مې قبوله دا دعا کړي
تا راته داسې ځای کې راکړي
چې ته زارۍ کړې زه دې غیږ کې ټینګومه
چې ته ښیری کړی زه دې شونډې ښکلومه
چې دا غرور دې شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دې شي مات د پیغلتوب

داسې احساس به درکومه
چې ځان له تا قربانومه
تا به په ځان مینومه
بیا دې پوښتنه نه کومه
د زړه ښیښه به دې په کاڼو ماتومه
دا کاڼی زړه به دې په کاڼو ماتومه
چې دا غرور دې شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دې شي مات د پیغلتوب

د زړګي کور به دې تالا کړم
دا کړس خندل به دې ژړا کړم
تا به سپوږمۍ سره اشنا کړم
شپې به په ویښه در سبا کړم
د شوخو سترګو به دې واخلمه خوبونه
د ښکلو سترګو به دې وتښتي خوبونه
چې دا غرور دې شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دې شي مات د پیغلتوب

Alert: Content is protected !!