• Biography
  • Albums
  • Lyrics (6)

زما د ګلو لښتې
از استاد خیال


زما د ګلو لښتې
مغرورې په زړه سختې
يو سوال درته كومه

لاليه لېونيه
سرتوره صحرانيه
زه ستا په غم كې يمه

دا ستا د خولې خبرې
خوږې لكه شكرې
پرې زړه ټكورومه

راځه شيرينه ياره
كړې مينې ناقراره
سوالونه ستا منمه

مينې دې ډير يم ځورولی
بېلتون بې اوره سوزولی
د ګلو لښتې! د سمندر غوندې په اور كې ژوندكوومه

ماته له خپله ځانه ګرانه
زار و قربان شمه له تانه
لېونيه! د تورو زلفو ټال به تاته جوړومه

ناز لوبولې نازولې
يو ځل خواته راشه غلې
د ګلو لښتې! سېلابه څو به د رېبار منت كومه

Alert: Content is protected !!