• Biography
  • Albums
  • Lyrics (12)

د سترګو جنګ دى
از استاد اولمیر


د سترګو جنګ دى
زړونه درزېږي
باڼه غشي وروينه
د سترګو جنګ

د مينې ننګ دى
يار روانيږي
سرزما په مينه ږدينه
د مينې ننګ

زړونه په مينه پيوندېږي
د سترګو جنګ دى
عاشق كه هر څه وځورېږي
د سترګو جنګ دى

يو خوږ نظر يې زخمي زړه ټكوروينه
د مينې نوې ولوله ده
د مينې ننګ دى
په زړونو ګډه زلزله ده
د مينې ننګ دی

ځكه سلګۍ وړې وړې خولې ته راځينه
چې نازولې په نازګوري
د سترګو جنګ دى
د زړه دنيا ورسره خوري
د سترګو جنګ دى

سېلابه! بيا د مينې اور تازه كوينه
د سترګو جنګ دى
كابل – راډيو

Alert: Content is protected !!