• Biography
  • Albums
  • Lyrics (8)


پټ به په خپل زړه تېروم دردونه
چاته به نه وایم چې پرېښودم یار
چاته به نه وایم د زړه حالونه
ځه ځه په مخه دې زېړي ګلونه
ځه ځه په مخه دې زېړي ګلونه

تاته مې لارو کې هوارو زړګۍ
تا په ازغیو کې روان کړمه زه
هره کوڅه او هره لاره ګورم
جانانه ډېر دې سرګردان کړمه زه
تاسره ما ډېرې ښېګڼې کړي
په ژوندانه دې پښېمان کړمه زه
هغه تېر شوې هغه ستا یادونه
په ورځ کې زر ځلې مرګۍ راکوي
شوه راته زهر هغه تېر وختونه
ځه ځه په مخه دې زېړي ګلونه
ځه ځه په مخه دې زيړي ګلونه

ټوله دونیا مې په څهره پوهیږي
په تهمتونو باندې رنګ دې کړمه
له ما به یې هروخت دا ستا قدر غوښتو
له خپل زړګي سره په جنګ دې کړمه
عثمان غني غوندې مالدار به ومه
مهران پاچا ومه ملنګ دې کړمه
اوس ته کوه ښه په ارام خوبونه
زه ټوله شپه ځان سره وير کومه
خوب ته مې نه پريږدي د زړه زخمونه
ځه ځه په مخه دې زېړي ګلونه
ځه ځه په مخه دې زېړي ګلونه

(فرستنده: اقبال نبیزاده)
Alert: Content is protected !!