• Biography
  • Albums
  • Lyrics (16)

نن چې په جهان كې
از ژیلا


نن چې په جهان كې هسكه غاړه سر اوچت لرو
مونږ جمهوريت لرو
زړه د ايشيا كې لرغونى شان و شوكت لرو
مونږ جمهوريت لرو
سرومال به زار كړو څو چې دا وطن ودان كړو
لوړ به ددې شان كړو

سر به ددې خاورې د عمرو ملي ارمان كړو
لوړ به ددې شان كړو
عزم فولادي باور په خپل مټ او طاقت لرو
مونږ جمهوريت لرو
داشاړې مېرې به اوس په مينه ګلزارونه شي
ټول ژوند به ګلونه شي

هم رڼا رڼا به د وطن غرونه رغونه شي
ټول ژوند به ګلونه شي
لاخوبدخشان جنت نشان غوندې ثروت لرو مونږجمهوريت لرو
اوس د مينې ډك نوى ژوندون دى راروان په مونږ
ښه رنګين دوران په مونږ

جوړ د خوشالۍ د مرغلرو دى باران په مونږ
ښه رنګين دوران په مونږ
زړونو كې سېلابه د وطن مينه نعمت لرو
مونږ جمهوريت لرو

Nen Chi Pa Jahan Kei
by Zhila


Alert: Content is protected !!