• Biography
  • Albums
  • Lyrics (71)

خط په مخ د صنم راغی
از ناشناس


خط په مخ د صنم راغی که سپوږمی شوه په هاله کې
دا یی غاښ به خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې

دا زما له غمه شین زړه په کی خـیـال دیار د شونډو
هسی رنګ زیب و زینت کا لکه می پـه شنه بـیاله کې

ما ویـل عیـن ګـڼه ګـل دی د غنچې په لمن نغښتی
که مې کوت یو ګل اندام وو پروت په سبزه دوشاله کې

که یار غواړې هـومره ژاړه څـو درځي عبدالحمیده
دا په دا چې دُر مونده شي په دریاب نه په ناله کې

Khat Pa Mekh De Sanam Raghe
by Nashenas


Alert: Content is protected !!